کندز کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د لړم ۲۹ مه، باختر

د کندز ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د اروپایي ټولنې( ایکو) په مالي ملاتړ د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په قطغن قرسي افغانیه کلي کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي. 

د یاد ولایت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول حامد خان مهمند د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې دغه شبکه د ایکو موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي چې پر مټ به یې د دغه کلي ۳۲۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۵ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی کړی او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته