خبرونهټولنهروغتیا

کندز کې د ۹۰ روږدو کسانو درملنه شوې

کابل، د وږۍ ۲۵ مه، باختر

د کندزامنیتي مسوولینو په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د ۹۰ روږدو کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري جمعه الدین خاکسار د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې دغه روږدي کسان د یاد ولایت له بېلا بېلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه د روږدو کسانو کمپ ته لېږدول شوي وو، چې له درېیو میاشتو درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د نوموړي په وینا په تېرکال کې په نشه يي توکو ۲۹۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

د یادونې وړده، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته له ټولو ولایتونو څخه په نشه يي توکو زرګونه روږدي کسان راټول او د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو او روغتونونو کې روغ شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته