کندز کې د ۷ پُلچکونو او یوې څاه د جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۷ پُلچکونو او یوې څاه د جوړولو چارې د یو میلیون افغانیو په ارزښت پيل شوې دي.
د دشتي ارچي ښاروال سید رحمان مجتبی باختر آژانس ته ویلي چې دغه رغنیزه پروژه د ښاروالۍ له بودیجې څخه د څه باندې یو میلیون افغانۍ په لګښت پلي کېږي، چې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغې پروژې په پلې کېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته