کندز کې د ۶۶ کیلومتره کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې
![Img 20240405 Wa0001](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/04/IMG-20240405-WA0001-780x470.jpg)
کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د کندز ولایت د کلباد ولسوالۍ اړوند د ۶۶ کیلومترو په اوږدوالي د شهروان کانال د پاکولو چارې بشپړې شوې دي.
د دغه ولايت د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رییس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت وویل، چې په دغه کانال کې تحکیماتي دېوالونه او د سربند دروازو د جوړولو چارې هم شاملې دي چې پرې ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او پرمټ یې ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبېږي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې په تېر کال کې د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي ریاست اړوند د لسګونه پروژو چارې بشپړې شوي چې اوسمهال هم د یو شمېر پروژو چارې روانې دي.
د هغه په وینا همدا اوس د تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند غاړو کې کار دوام لري چې تراوسه پورې د دغې پروژې چارې ۵۵ سلنه بشپړې شوي چې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی دی.
دا پهداسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د پنج آمو سیندیزې عمومي ریاست لخوا د یو شمېر نورو پروژو چارې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.