کندز کې د ۶۰ پهلوانانوترمنځ د غېږې نیونې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د لیندۍ ۲۴ مه، باختر
د کندز د بدني روزنې او سپورټ آمریت د کورش فدراسیون په همغږۍ په سپین زر لوبغالي کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
د کندز د بدني روزنې او سپورټ آمر قاري عزت الله سینان باخترآژانس ته ویلي، چې دغه لوبې د بدني روزنې آمریت د کورش فدراسیون په همغږۍ د ځايي خلکو له لوري په سپین زر لوبغالي کې ترسره شوې، چې په کې ګڼو پهلوانانو او د غېږنیونې مینه والو برخه اخیستې وه.
نوموړي زیاته کړې چې د غه لوبې د دې ولایت اوسېدونکو ته د سالمې تفریح د رامنځته کولو په موخه په لاره اچول شوې دي.
د یادونې وړده، چې په دې وروستیو کې یاد ورزش ته د ځوانانو علاقمندي زیاته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته