کندز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پیل شوې
کابل، د غوایي ۲۶مه، باختر
د کندز د بدني روزنې او سپورټ رياست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیاليو د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسيون مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یاد ولايت په مرکز ښاروالۍ لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې اميد کندز لوبډلې، ستاره های سادات لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.