کندز کې د یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې 

کابل، د لړم ۱۲ مه، باختر

د کندز د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه جومات د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مدیر حضرت جان فقیري د باختراژانس خبریال ته ویلي، چې دغه جومات په ۲ پوړونو کې د خیرغوښتوونکو کسانو په مالي ملاتړ د ۱۵۰ زره ډالرو په لګښت د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په چهارشهید کلي کې په پاخه او اساسي توګه جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه جومات ۱۹ متره اوږدوالی او ۱۸ متره سورلري چې په یو وخت کې د زرو لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، چې د کندز په کچه څه باندې ۷۰۰ جامع جوماتونه شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته