خبرونهورزش

کندز کې د کرېکټ ۷م پړاو یو ورځنۍ سیالۍ پيل شوې

کابل د چنګاښ ۲۰ مه، باختر 

په کندز کې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اړوند ۷م پړاو اتصالات لېسټ اې – یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د باختر آژانس خبریال سره په خبرو کې ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د شمال زون په کچه کندز ولایت کې د کورني کرېکټ د لاپرمختګ په موخه  د لومړي ځل لپاره د کرېکټ د ۷ پړاو اتصالات لیست اې تر نامه لاندې د کرېکټ سیالۍ پېل کړې، چې موخه یې د شمال زون په کچه د کرېکټ په ډګر کې د ځوانو لوبغاړو غوراوی دی.

نوموړي زیاته کړې ، چې په دغو سیالیو کې ۴ لوبډلو برخه اخیستې، چې د ملي لوبډلې لوبغاړو تر څنګ د ۱۹ کلنو لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي په کې شامل دي، چې د یاو سیالیو لومړۍ لوبه د میوند اتلانو او پامیر لیجینډز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د روانې میاشتې تر ۴ مې نېتې پورې به دوام وکړي.

په ورته وخت کې د یادو سیالیو دوه تنو لوبغاړو د یادو سیالیو په ترسره کېدو خوښي ښودلې او په راتلونکي کې یې د ورته نورو سیالیو د برابرېدو غوښتنه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته