کابل کابل، د لړم ۲مه، باختر
د کندز ښار په لومړۍ ناحیه کې د ۹.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د کندز ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د لومړۍ ناحیې په خواجه مشهد ښارګوټي کې د ۹.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳۱۰ مترو په اوږدوالي او ۷ متره سور سره د یوه سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ورته وخت کې سیمه ییزو اوسېدونکو د یادې پروژې د پلي کېدو هرکلی کړی او په راتلونکي کې د ورته نورو پروژو غوښتنه کوي.