خبرونهاقتصاد

کندز کې د پایپ د تولید کار خونه جوړه شوه 

کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر 

د کندز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د یو سوداګر له لوري د پایپ تولیدي کارخونې د جوړېدو خبر ورکړی دی. 

د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي محمد رحیم سیرت د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د کندز په صنعتي پارک کې د یو هېوادوال له لوري د  څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د پایپ یوه تولیدي کارخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

سیرت زیاته کړې، چې په دغه کارخونه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.  

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د کندز په کچه لسګونه کارخونې جوړې شوي او زرګونه کسانو ته په ‌کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته