کندز کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د لیندۍ ۱۱ مه، باختر
د کندز په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۰۰پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې یا( بزکشي) سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د وزلوبې فدراسیون آمر پهلوان نادرشاه ذاخېل باختر آژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ، چې څه موده مخکې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ هر کال په دغه ولایت کې د پهلوانانو ترمنځ په لاره اچول کېږي، چې موخه یې د یادې لوبې ژوندي ساتل او یادې لوبې ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته