کندز کې د فوټبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
کابل، د لیندۍ، ۱۲ مه باختر
د کندز د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، چې د یاد ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د ۴ لوبډلو ترمنځ پيل شوې سیالۍ د استقلال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د کندز د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولینو باخترآژانس ته ویلي، چې په دغو سیالیو کې لومړی د استقلال لوبډلې د عقابانو لوبډلې سره لوبه وکړه چې په پای کې د استقلال لوبډلې د ۳ ګولونو په وهلو سره سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.
د یادونې وړده، چې دغه سیالۍ د یاد ولایت په خان آباد ولسوالیو کې ۶ ورځې دوام وکړ او موخه یې د یاد ورزش وده او د ځوانانو هڅونه بلل شوې ده.