کندز کې د سلام مخابراتي شبکې شپږ سایټونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
کابل، د لړم ۱۶مه، باختر
په کندز کې د سلام مخابراتي شبکې شپږ جوړ شوي سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د «اترا» ادارې د پلان له مخې، محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاوو د برابرولو په موخه د «ټي.ډي.اف» لسمې پروژه کې کندز ته ۱۳ مخابراتي سایټونه په پام کې نیول شوي وو چې له دې جملې شپږ مخابراتي سایټونه د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او د اووه نورو سایټونو د جوړولو چارې روانې دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلی د هېواد ډېرې محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاوو برخمنې کړي. دغه وزارت د هېواد د هغو سیمو لپاره چې هېڅ ډول مخابراتي آسانتیاوې پکې نه وې؛ ۵۱۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیولي چې ځیني یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پر ځینو یې کار روان دی.