کندز کې د درې میلیونه ډالرو په ارزښت د بوریو د تولید او بسته بندۍ فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د بوریو د تولید او بسته بندۍ د یوې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د کندز د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي محمد رحیم سیرت د دې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، یاده فابریکه د یوه افغان سوداګر په مالي ملاتړ د ٣ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړېږي.
نوموړي زیاته کړې، دغه فابریکه نه یوازې د تولیدي سکتور د ودې لپاره یو مهم ګام دی، بلکې د سیمې ۵۰۰ کسانو لپاره به د کار زمینه هم برابره کړي.
د غونډې ویناوالو ټینګار وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تولیدي فابریکو جوړېدل د ملي اقتصاد د ودې لپاره یو اړین ګام دی، او د اسلامي امارت هڅې په دې برخه کې روانې دي.