کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو یو کوچنی بند(چیکډیم) د جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې د سپارل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوی اسدالله حامد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند په دشت ابدان کلي کې د ۵ میلیونه ۱۴۳ زره ۸۹۷ افغانیو په لګښت د ۹۴ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو سور سره د اوبو یو کوچنی بند جوړ او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شو.
دغه بند د ۱۹ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.