کندز کې دوه سوه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لیندۍ ۱۷مه، باختر
د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي چې دغه شبکه د (ډي اې سي اې اې ار)موسسې په مالي ملاتړ د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې په یاده پروژه کې د یوې کانکریټي زېرمې جوړول، ۱۰۴ کورونو ته د شیر دهنو نصبول، د سولر سیسټم لګول، ۷۰ متره ژور څاه کیندلو او ۱۳۴۰۰ متره پایپ غځول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې د دې شبکې د جوړېدو په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته