کندز؛ په دوو ولسوالیو کې د څښاک اوبو برابرولو په موخه د لسګونه څاګانو د کیندلو او ترمیم چارې پیل شوې

کابل، د لړم ۲۰مه، باختر 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کندز په دوو وولسوالیو کې خلکو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د لسګونه څاګانو د کیندلو او ترمیم چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کندز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د (اي. سي. اوو) موسسې په مالي مرسته د دغه ولایت په امام صاحب او علي آباد ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو د ۱۶ نیمه ژورو څاګانو د کیندلو او د ۲۶ څاګانو د ترمیم چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ډاډ ورکړی، چې د یادو څاګانو په کیندلو او ترمیم سره به د نوموړو ولسوالیو څه باندې (۵۰۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې په هېواد کې د اوبو کمښت ستونزې حل او اوبو د مدریت په موخه د هڅو خبر ورکړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته