کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
کابل، د لېندۍ ۱۶مه،باختر
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست او وزلوبې فدراسیون په ګډه همغږۍ په امام صاحب ولسوالۍ کې د مرکز او ولسوالیو ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یاد ولایت په کچه په امام صاحب ولسوالۍ کې د ١٠٠ چاپندازانو ترمنځ، د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې ډول سیالیو د ترسره کولو موخه د وزلوبې وده او د هېواد د وزلوبو په لیګ کې د ګډون لپاره د چاپ اندازانو چمتووالی دی.