خبرونهاقتصادټولنه

کندز؛ د ٢٠ میلیونو افغانیو په لګښت د پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

کابل، د تلې ٢٠مه، باختر
د کندز ښاروالۍ د ښار په سه صد فامیلي ښارګوټي کې د کوڅو، پلیو لارو او لښتیو د کانکریټ کولو خبر ورکړی دی.
د کندز ښاروال، قاري ګل نبي انس، باختر اژانس ته وویل چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کندز ښار په سه صد فامیلي ښارګوټي کې د ١٥٠٠ مترو په اوږدوالي د کوڅو، پلیو لارو او لښتیو د کانکریټ کولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د ښار د متوازنې پراختیا په اساس او د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره د خلکو په همغږۍ په بېلابېلو ناحیو کې نوې زیربنایي او انکشافي پروژې به په پرله‌پسې ډول عملي شي.
باید وویل شي چې په دغه پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته