کریکټ؛ د افغانستان کورني دښمنان د خپلو شخصي ګټو لپاره له هر څه تېر دي

کابل، د مرغومي ۲۲ مه، باختر
تبصره
وروستیو څو ورځو او شپو کې د نړۍ په کچه د افغانستان د کریکټ په اړه ګرم بحثونه روان دي او دغه بحثونه هغه وخت راپورته شول، چې د انګلستان د پارلمان یو شمېر غړو د کریکټ له نړیوالې شورا څخه وغوښتل، چې د اتلانو جام راتلونکو سیالیو کې افغانستان سره لوبه ونکړي، هغه وړاندیز، چې د انګلستان کریکټ بورډ رد اعلان کړ.
تر دې وروسته ځینو مغرضو کړیو او افرادو، چې ځان ته افغانان هم وایي او دا مهال له هېواد څخه بهر په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوال په نوم پېژندل کېږي، پر ټولنیزو رسنیو د افغان اتلانو پر وړاندې کمپاین پیل کړ او له نړیوالې شورا څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د کریکټ پر وړاندې بندیزونه ولګوي.
خو د کریکټ نړیوالې شورا او د انګلستان کریکټ بورډ دغه مغرضې کړۍ نا هیلې کړې او اعلان یې وکړ، چې افغانستان سره به لوبې جاري وي او شورا هم وویل، چې له افغان کرکټ څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
د مغرضو کړیو له دغې کړنې ښکاري، چې دوی د خپلو ګټو لپاره له هرڅه تېر دي، نن یې د یو ملي سمبول پر وړاندې مخالفت وکړ، سبا د بلې ملي مسلې پر وړاندې درېږي او لرې نه ده، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره ان خپل ایمان له لاسه ورکړي.
دلته به ووایم، چې اسلامي امارت د کریکټ په ګډون له هرډول لوبو څخه ملاتړ کوي او دا مهال د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې زرګونه ځوانان پر بېلابېلو لوبو بوخت دي او دې هېواد ته ویاړونه راوړي.
دا وطن به تل ځلېږي او همدا ځوانان دي، چې د وطن ځلېدو لپاره کار کوي، څوک په لوبو کې او څوک په علم او نورو برخو کې، مخ توري د دې وطن دښمان وه، دي او وي به.
ژوندی دې وي د افغانستان اسلامي امارت
زنده باد امارت اسلامي افغانستان