خبرونهورزش

کرکټ بورډ احمد شاه سلیمانخېل د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکه

کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمد شاه سلیمانخېل یې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه ټاکلی دی.
کرکټ بورډ زیاته کړې چې احمدشاه سليمانخېل د ملي لوبغاړي ترڅنګ له دې وړاندې د غوراوي کمېټې د مشر، د کورني کرکټ د عمومي مسوول، د ظرفیت لوړونې مرکز او نړيوال کرکټ څانګو د غړي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
دا ګام وروسته له هغې واخیستل شو چې په ې وروستیو کې له هند سره د دریو شل اوریزو سیالیو او دغه راز د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې په جوړښت د کرکټ مینوالو او مبصرینو له خوا سختې نیوکې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته