کرکټ؛ سبا افغان ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې یوازینۍ ټېسټ لوبه کوي

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د سریلانکا پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې په موخه د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې دغه لوبه د کابل پر وخت سهار ۹ بجې پیل شي.

کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډلې سریلانکا ته له رسېدو سره سم تمرینات پیل کړي او هڅه کوي چې د سیالۍ لوبډلې پر وړاندې ښه لوبه وکړي.

ټاکل شوې له یادې لوبې وروسته به د افغانستان او سریلانکا ملي لوبډلو ترمنځ د فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ او ورپسې به د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته