کرکټ؛ افغان لوبډله نن د سریلانکا پر وړاندې درېیمه شل اوریزه لوبه کوي
کابل، د کب ۲مه، باختر
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن د کابل پر وخت ماښام ۶ بجې د سریلانکا هېواد په دمبولا ښار کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان له سریکلانکا څخه د دغه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ۴ منډو او دویمه لوبه کې د ۷۲ منډو په توپیر ماتې خوړلې وه.
هېره دې نه وي چې له وړاندې هم افغان لوبډلې له سیالې لوبډلې څخه په یوازینۍ تېسټ او دریو یو ورځنیو لوبو کې هم ماتې خوړلې ده.