کرکټ؛ افغان لوبډله نن د سریلانکا پر وړاندې دوهمه شل اوریزه لوبه کوي
کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د سریلانکا پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو په لړ کې خپله دوهمه لوبه کوي.
ټاکل شوې دغه سیالي نن د کابل پر وخت ماښام ۶ بجې د سریلانکا هېواد په دمبولا ښار کې ترسره شي.
د دغه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان له سریلانکا څخه د څلورو منډو په توپیر ماتې خوړلې وه.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم افغان لوبډلې په یوازینۍ تېسټ او دریو یو ورځنیو لوبو کې هم ماتې خوړلې ده.