کابل، د مرغومې ۹ مه، باختر
د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو لوبډلې د درېیو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې ښه پیل وکړ او د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د رحمن الله ګربز په بهترینې سلیزې او د لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د ۵۹ منډو پرمټ د درېیو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۴ منډو هدف کېښود.
ورته مهال متحده عربي اماراتو لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر وبایلله.
په افغان توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي دوه، نوین الحق او قیس احمد یوه یوه وېکټ واخیسته.
ټاکل شوې د یادې لوبلړۍ دوهمه لوبه هم د ډمسبر په ۳۱ مه (یکشنبې په ورځ) په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
14 1 دقیقه لوستل