کرکټ، افغان لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره دویمه شل اوریزه لوبه کوي
کابل، د مرغومې ۱۰مه، باختر
د هېواد د کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د متحده عربي اماراتو لوبډلې سره د دریو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کۍ د کابل پر وخت د ماښام په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو پیل شي.
د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغان لوبډلې له سیالۍ لوبډلۍ د ۷۲ منډو په توپیر ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې د یادې لوبلړۍ وروستۍ او درېیمه شل اویزه سیالۍ د ۲۰۲۴ ز کال د جنوري میاشتې په ۲ مه نېټه (سه سنبې په ورځ) ترسره شي.