کابلباختردميزان٣
په کابل کې د ايران داسلامي جمهوريت سفيرابوالفضل ظهره وند نن له غرمې وروسته د جمهور رئيس له مرستيال سره د مخه ښې کتنه وکړه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې لومړى دايران داسلامي جمهوريت سفيردافغانستان اوايران ترمنځ دوستانه اړيکې تاريخي ،ديني اوفرهنګي وبللې او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې داړيکودپراختيا په لاره کې دخپل متبوع هيواد دلوړرتبه مقاماتو د علاقمندي خبر ورکړ .
ده دغه راز دخپل ماموريت په بهير کې دافغانستان ددولت دمقاماتودهمکاريو له ا مله دقدرداني په ترڅ کې څرګنده کړه په افغانستان کې دخپل ماموريت له وخت څخه ښې او نه هيريدونکي خاطرې له ځان سره لرم .
وروسته دجمهور رئيس مرستيال د دواړوهيوادونو ترمنځ موجودو فرهنګي مشترکاتو په پاملرنې سره د دواړو ورونو هيوادونو ترمنځ يې ښې او دوستانه اړيکې ارزښتناکې وبللې اودافغانستان او ايران ترمنځ يې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګاروکړ .
د جمهور رئيس مرستيال په تيره يوه لسيزه کې دافغانستان له دولت اوملت سره دايران د دولت اوخلکودهمکاريو له ا مله قدرداني څرګنده کړه او دافغانستان او ايران ترمنځ يې متقابلې همکارۍ د دواړوهيوادونو د پرمختګ او ودې په لاره کې ضروري وبلل .
دجمهور رئيس مرستيال د دواړوهيوادونوداړيکودپراختيا په لاره کې په افغانستان کې دماموريت په دوره کې دايران دسفير رول دقدر وړ وباله او ده ته يې د برياليتوب هيله وکړه .
0 1 دقیقه لوستل