کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
په بغلان کې سلو مالدارو او کروند ګرو ښځو لپاره دلبنياتو دانډې کولو روزنيز پروګرام پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه پروګرام دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو او مالداري درياست له خوا دښځوپه خپلو پښو درولو او ځواکمن کولو په موخه پيل شوى دى .
دبغلان ولايت دکرنې او اوبو لګولو او مالداري رييس عبدالوهاب خيبر زاده ښځو ته دروزنيز وپروګرامونو دجوړولو داهميت په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې دکرنې او اوبو لګولو او مالداري وزارت مهمه موخه زياتره دکروند ګرو ښځو زيات ځواکمن کول او په خپلو پښو درول دي
ده وويل په دغه پروګرام کې چې درې ورځې دوام لري ښځې په سمه توګه د ښې خوراکي توکودانډې کولو لارې چارې ؛چې پخوا دکاردتوليد وسايل هم په هغوى ويشل شوي دي زده کوي . ختم_ شکريه _ اکرم