روغتیا

کرونا په هرات کې د پراختيا په حال کې ده

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
د هرات  د عامې روغتيا رياست د شمېرنو پربنسټ  تراوسه پورې لېدل کېږي  چې په دغه ولايت کې  پر کروناويروس  د اخته کسانوشمېرمخ په زياتيدو دى..
د دغه رياست د رسمي  شمېرنو له مخې؛ تېره اوونۍ ٢١٣تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي او اوولس تنه هم  د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز په روانه اوونۍ کې  تراوسه پورې اتلس نوې پېښې ثبتې شوې دي اودوه تنه په کرونا ويروس د اخت کېدو له امله مړه شوي دي .
  تراوسه پورې په هرات کې ٥١٩٠تنه  په کرونا اخته شويدي.او ١٥١تنه په دغه ويروس  د اخته کېدو له امله مړه شوي دي. له بله پلوه شمېرنې ښيي  چې تراوسه پورې  په هرات کې  په کرونا ويروس ٢٠٣٤تنه اخته کسان روغ شوي دي.
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته