خبرونهنړۍ

کرمان کې یو ایراني سرتېري خپل ۵ ملګري وژلي 

نړۍ، د سلواغې ۲مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران پوځ د دغه هېواد د کرمان ښار په یو پوځي مرکز کې د هغو پنځو وژل شویو سرتېرو نومونه خپاره کړي، چې پرون یکشنبې د خپل یو بل ملګري په ډزو کې ووژل شول.

د پېښې سیمه کې د پوځ مسولینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې قاتل نن سهار نیول شوی او د پېښې انګېزه لا نه ده معلومه.

دوی ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې قاتل سرتېری د خپلو ملګرو د ارام خونې ته ننوتلی او ډزې یې پیل کړې دي.

د ایران پوځ زیاته کړې، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته