خبرونهټولنهروغتیا

کاپیسا کې ۶ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول شول

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۶ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د راټولولو او سوځولو خبر ورکړی دی.

د کاپیسا د عامې روغتیا ریاست مرستیال مولوي شرافت الله محمدي د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د مرکز محمود راقي په ګډون د نجراب، او کوهستان ولسوالیو له بازارونو او هټيو څخه ۶۱۳۲ کیلوګرامه بې کیفیته او تاریخ تېر بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شوي وو، چې د مسوولینو په شتون کې وسوځول شول

د یادونې وړده، چې پرون هم لوګر کې ۵ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته بېلابېل خوراکي توکي او درمل راټول او سوځول شوي و.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته