کابل، د وږی ۷ مه، باختر
د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې د اسلامي امارت دیني عالمانو او سپین ږیرو په هڅود دوو کورنیو ترمنځ ۴۳ کلنې دښمني ته د پای ټکی کېښودل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د ادنه خېلو درې د جهادي اسکین په کلي کې پرون د یاد ولایت دیني عالمانو او سپين ږیرو په منځګړیتوب د شیرین آغا او روشن آغا کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شو.
هېره دې نه وي، چې د اسلامي امارت مسولینو په هڅو له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د بېلا بېلو قومونو او کورنیو ترمنځ د اوږدې مودې شخړې او دښمنۍ پای ته رسېدلې دي.