کابل، د وږۍ ۲۵ مه، باختر
د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کاپیسا د پوهنې رییس مولوي محمد فرید حقاني د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د هارون نظري په نوم یو معارف دوست کس په مالي ملاتړ د یو میلیون ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت په یوه پوړ کې یوه منځني ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.
نوموړي د یاد کس څخه د مننې په ترڅ کې د سیمې له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې د یادې ودانۍ په ساتلو کې خپل مسوولیت ادا کړي او خپل ماشومان د علم زده کړې ته وهڅوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ودانۍ د پوهنې ریاست د انجنیرۍ ټیم په همغږۍ په پاخه او اساسي توګه د نجراب ولسوالۍ په پچغیان کلي کې جوړ شوې چې په کې ۵ درسي او یوه اداري خونه لري.