کاپیسا کې د توت دودېزه میله جوړه شوه
کابل د چنګاښ ۱۶ مه، باختر
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دغه ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودېزې مېلې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي کریم الله وثیق د یادې مېلې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې کوهبند د کاپیسا ولایت یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې هر کال په کې د توت دودېزه مېله جوړېږي؛ او د یاد ولایت په کچه د شاعرانو، فرهنګیانو او لیکوالانو له لوري په شانداره مراسمو سره لمانځل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ولایت طبیعي ښکلاوو، ښکلې هوا او اوبو د کورنیو سېلانیانو ترڅنګ د بهرنیو سېلانیانو پام هم ځاتنه اړولی، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د اختر په شپو او ورځو کې ۳۰ زره سېلانیانو د یاد ولایت له طبیعي او تفریحي سیمو څخه لېدنه کړې ده.
په ورته وخت کې د البیروني پوهنتون استاد دوکتور نورالرحمن ناصح د توت دویزې مېلې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې دغه مېله د خلکو ترمنځ د افکارو د تبادلې لامل ګرځي.