کاپيسا او سرپل کې ۶ ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت په کاپیسا ولايت کې د ۶ټنه بې کيفيته او تاريخ تېرو خوراکي توکو او درملو د له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
له ياد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده اندازه درمل او خوراکي توکي په کاپیسا او سرپل ولايتونو کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې څارنو پایله کې را ټول شوي وو.
سرچينې زياته کړې، چې ياد شوي توکي نن
د یو ګډ پلاوي په شتون کې له منځه وړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په دې هکله نور جزييات نه دي خپاره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته