کابل باختر دوري اووه ويشتمه :
د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د خپل کار په دفتر کې د کاناډا د نړیوالو چارو ادارې د جنوبي آسیا د برخې له عمومي رییس ښاغلي ډیویډ هارتمن سره وکتل.
دملي امنيت دسلاکاردفتروياندباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او کاناډا ترمنځ د ډیپلوماتیکو او اقتصادی اړیکو پر څرنګوالي خبرې وکړې او د کاناډا د همکاریو د دوام او ښه والې په موخه یې خپل نظرونه تبادله کړل.
دملي امنیت سلاکار د افغانستان په بیا رغاونه، امنیت او ثبات کې د کاناډا له خلکو او حکومت څخه مننه وکړه او کاناډا یې د افغانستان دوست هېواد وباله.
اتمر وویل، چې د افغانستان حکومت لیوالتیا لري، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې يې له کاناډا سره ځانګړې لیوالتیا ښکار کړه.
اتمر همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د کاناډا له ځانګړي پاملرنې څخه قدرداني وکړه.
ښاغلي ډیویډ هارتمن په خپلو خبرو کې د ملي امنیت سلاکار له هرکلي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې هېواد یې په افغانستان کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې له پاره چمتوالی لري. ښاغلي هارتمن همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو دولتي بنسټونو کې د وړتیا او مهارتونو د لوړولو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
پاى- سعيده