سیاست

کاناډا له افغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکوي .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي نن دکانادا دبهرنيو چارو وزارت له مرستيالۍ سوزن  ګرګسن سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين دافغانستان دامنيت او دبيارغاونې  په لاره کې دکاناډا  دولت له  مرستو څخه مننه او قدرداني  وکړه .
وروسته   د کاناډا  دبهرنيو چارو وزارت  مرستيالې  وويل  : دکاناډا    دولت ژمنه کړې ده  چې افغان امنيتي ځواکونو او په هيواد د پرمختيايي پروژو  د دوام دتمويل په لاره  کې تر ٢٠١٥ کال پورې  په کال کې د ١٩٠مليونو کاناډايي  ډالرو مرستې ته  دوام ورکړي.
ديوبل خبرله مخې :   دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين نن  د اروپا  د  اتحاديې دانتخاباتي څارنې له  اته کسيز  هيت سره  وکتل او دغه  هيت ته يې ډاډ ورکړ چې دافغانستان دولت چمتو دى  چې د اروپا د اتحاديې دانتخاباتي  څارنې د هيت دکار د آسانتياو  په لاره  کې  هر اړخيزه  مرسته  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته