کاناډا دنړۍ روغتيايي سازمان ته دايبولا واکسين ورکوي

اوتاوا بى بى سي – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
کاناډا وايي چې دايبولا ٨٠٠ واحده واکسين به د نړۍ د روغتيايي سازمان په واک کې ورکړي.
دغه تزريقي واکسين کولاى شي حيوانات په بشپړه توګه دايبولا د وژونکي ويروس په وړاندې خوندي کړي ، خو په انسان کې يې اغيزه او خونديتوب ناڅرګند دى .
ددغه واکسين انساني آزمايښتونه په امريکا کې په روانه اوونۍ کې پيل شول او دنړۍ روغتيايي سازمان وايي چې په اروپا او افريقا کې به زيات آزمايښتونه تر سره کړي.
دکاناډا روغتيايي سازمان وويل : دغه واکسين کيداى شي ددغې ناروغۍ دپراختيا په کنترولولو کې مهمه  وسيله وي.
دايبولا د ناروغۍ خپريدل چې دنړۍ په تاريخ کې ډير خطرناکه ناروغي ده،  دافريقا په لويديځو هيوادونو کې د څه ناڅه ٤٥٠٠ تنو دمړينې سبب شوې ده .
دنړۍ روغتيايي سازمان وايي چې دايبولا ويروس ښايي دليندۍ  تر مياشتې پورې په اوونۍ کې ترلسو زرو تنو پورې ککړکړي.
له دغې ناروغۍ سره دمقابلې لپاره هيڅ راز تاييد شوې درملنه اويا واکسين شتون نه لري خو د درملنې دڅو نويو لارو چارو آزمايښت په بيړه دوام لري.
هغه واکسين چې کاناډايې دنړۍ د روغتيايي سازمان په واک کې ورکوي؛ ددغه هيواد په روغتيايي سازمان پورې اړوند دکاناډا دملي مايکرو بيولوژى د آزمايښت ځاى له خوا توليد شوى دى .
دغه واکسين دايبولا د ويروس يو شمېر ټوټې له يوه نه وژونکي ويروس سره ترکيبوي.
ويل کيږي چې داکار دبدن دايمني سيستم دتحريک او په ايبولا دبريد لپاره دانټي باډي دتوليد لپاره کافي وي چې بدن په راتلوونکې کې په ويروس دککړتيا په وړاندې خوندي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته