امنیت

کاناډايي ځواکونه په راتلوونکي اوونۍ کې له افغانستان څخه وځي

کابل باختر د کب شلمه :
يوې کاناډايي ورځپاڼې تورنتوسن له افغانستان څخه دپاتې کاناډايي سرتيرو د وتلو د تيارى خبر ورکړى دى.
باخترآژانس د نړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړچې د جنرال دين ميزل په خبره: هغه کاناډايي ځواکونه چې په راتلوونکي اوونۍ کې له افغانستان څخه وځي؛ وتل يې په ٢٠٠١ ميلادي کال کې د لومړي ځل لپاره دغه هيواد ته د هغوى د راتګ په نسبت په بشپړه توګه توپير لري.
د تورنتوسن ورځپاڼې په ليکنه: دغه کاناډايي جنرال ويلي دي چې کاناډايي  پوځيانو په افغانستان کې د امنيت په تامينولوکې مهم رول لوبولى دى. همدا اوس نږدې سل تنه کاناډايي  پوځيان دطالبانوپرخلاف جګړه کې افغان ځواکونه روزي.
په افغانستان کې دکاناډايي ځواکونو په ماموريت کې ددغه هيواد څه دپاسه دوه زره تنه سرتيري دقندهار په ولايت کې ديره وو.
د تورنتوسن په ليکنه: له ٢٠٠١ ميلادي کال راپديخوا يوسلو اته پنځوس تنه کاناډايي سرتيري په افغانستان کې په واټونوکې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنو له امله وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته