واشنګټن امريکا غږ / باختر د تلې دمياشتې ٢٧ :
د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه د افغانستان په باره کې ليکي چې د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر د افغانستان د جګړې په ستراتيژۍ کې د وروستي بدلون په دفاع کې ويلي دي: له افغانستان څخه وتل به زموږ د ماتې په توګه وي. موږ له افغانستان څخه نه ووځو او دا کار هم نه شو کولاى او که چيرې له افغانستان څخه ووځو؛ زموږ برياليتوبونه به په اوبو لاهو شي .
د ډيلي ټيلګراف ورځپاڼه هم په دې اړوند ليکي: طالبانو د کندز ښار ته زيات تاوانونه واړول، ودانۍ وسوځيدې، دولتي دفترونه، غيرحکومتي موسسې او دکانونه لوټ شول او د ښار په ديوالونو د ګوليو نښې نښانې تر سترګو کيږي.
ډيلي ټيلګراف ليکي: که څه هم دولتي ځواکونو د کندز ښار بېرته ونيوه؛ خو دهغو نږدې دوه زره کورنيو د ستنيدو بهيرچې له دغه ښارڅخه تښتيدلي دي؛ ډير کمزورى دى .
1 1 دقیقه لوستل