سیاست

کابینې د کار د شرایطو د مقررې په ګډون څو مقررې تصویب کړې

 کابل باختر د غويي د مياشتې ١٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د عدلیې وزارت اداري معین د کار اړوند روغتیایي زیان د خسارې د جبران، د کار له امله د اختلافاتو د حل، د کار عالي شورا، د کار د البسې او د کار د تحفظي وسایلو د وېش، د کاریګرو د کار د شرایطو، له اجورې سره د ناروغۍ اضافي رخصتۍ او څارنې (تفتیش) او د کار لارښود د مقررو طرحه په جلاجلا ډول وړاندې کړه.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یادې طرحې د یو لړ سمونو وروسته تصویب او د عدلیې او کار وزارتونه یې موظف کړل چې ذکر شوې طرحې د کابینې د غړو او د افغانستان د صنایعو خونې د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره نهایي کړي.
دغه راز د نادولتي کارکوونکو د تقاعد د حقونو د تنظیم مقرره په ۳ څپرکو او ۱۸ مادو کې هم په پرنسیپ کې تایېد شوه.
کابینې د عدلیې، کار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونه موظف کړل چې یاده طرحه له خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د رسنیو کارکوونکو سره بیا وګوري او د اړتیا پر مهال دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په پای کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د تروریزم د قربانیانو د درناوي او یاد پر بنا د ملګرو ملتونو سازمان پرېکړه‏لیک غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه: افغانستان د ملګرو ملتونو عمومي مجمع په ۲۰۱۷ ناسته کې «د تروریزم د قربانیانو د درناوي او یادولو بین المللي ورځ» تر عنوان لاندې د پرېکړه‏ لیک طرحه مطرح کړه چې تصویب شوه.
هغه وویل د دې پرېکړه‏ لیک پر بنسټ، د اګست ۲۱مه (زمري۳۰) د تروریزم د قربانیانو د درناوي او یاد په توګه تعیین او د ملګرو ملتونو د سازمان دا پرېکړه‏ لیک د غړو هېوادونو، د دې سازمان له غړو هېوادونو، اړوندو سازمانونو او نورو بین المللي سازمانونو څخه غواړي چې دا ورځ په ښه ډول ونمانځي.
دغه راز هغه د دې پرېکړه ‏لیک د موادو د تطبیق په موخه لکه د ترویزم د قربانیانو د نمانځنې او یاد په خاطر د افغانستان په رسمي تقویم کې د اګست د ۲۱ (زمري ۳۰) نېټې د درجولو، د چمتووالي د کمېسیون جوړولو او په کابل کې د مېشتو هېوادونو، د ملګرو ملتونو سازمان او نورو ټولو بین المللي سازمانونو، مدني ټولنې، عالمانو او روحانیونو، د سولې عالي شورا او نورو بنسټونو د استازو د رابللو او د تروریزم د قربانیانو د ملاتړ لپاره د رسیدګۍ مرکز یا وجهي صندوق د جوړولو په خاطر د فرمان د صادرولو په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تصویب کړل.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته