کابل کې څه باندې ۱۰۰کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د کابل ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د
يونیسف دفتر په مالي مرسته د سروبي ولسوالۍ په تپه خان کلي کې د څه باندې ۱.۶میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په ياده شبکه کې د ۱۷۲۰مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۲۰متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول او د ۴۶ شیردهنونو نښلول شامل دي.
سرچينې زياته کړې، چې د یادې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړي کلي ۱۰۶ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته