سیاستخبرونهاقتصادTOP

کابل کې د یوناما مشره: یو شمېر هېوادونه چمتو دي، چې د نشه یي توکو د بدیل کښت په برخه کې له افغان بزګرانو سره همکاري وکړي

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتونبایوا او د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ټرانچارډ سره وکتل.
په دې کتنه کې د کرنې پر ارزښت، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي کچې د لوړولو، د روغتیايي او لوړ کیفیت لرونکي خوراکي توکو د برابرولو، د کرنیزو تخمونو د وېش پر زیاتوالي او د مالدارۍ د محصولاتو په اړه خبرې اترې وشوې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان له کروندګرو او بزګرانو سره د همکارۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چمتووالی خبر ور کړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه د نشه یي توکو د کښت او کار د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د خورا اغېزمن اقدام ستاینه کوي.
نوموړې زیاته کړه: «موږ دا پیغام راوړی چې تاسو موږ ته د نشه یي توکو د کښت لپاره وړاندیز او بدیلې طرحې ووایاست چې پرې کار وشي، یو شمېر هېوادونه چمتو دي، چې په دې برخه کې همکاري وکړي، په دې برخه کې کار کولو ته اړتیا ده، چې باید کار وکړو او کاري ډله جوړه شي.»
هغې دغه راز د نشه یي توکو د کښت، کارواو او قاچاق په برخه کې د اسلامي امارت مبارزه وستایله.
په همدې حال کې مولوي عطاء الله عمري د مؤسسو او د ملګرو ملتونو د همکارو دفترونو د فعالیتونو قدرداني وکړه او د مالدارۍ، کرنې، ځمکې، بڼوالۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې یې د افغانانو د اساسي اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: « تاسو کولای شئ، چې د کرنیزو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د اوبولګولو د کانالونو د جوړولو، د ځنګلونو او طبیعي سرچینو مدیریت، د ارزښت لرونکو بوټو ترویج، د لبنیاتو د پروسس د فابریکو جوړولو، د ځمکې مدیریت او ښځو سره د مرستې په برخه کې همکاري وکړئ.»
نوموړي زیاته کړه، مرستندویه هېوادونه او ملګري ملتونه کولای شي، چې د افغان ښځو لپاره مناسبه بودیجه ځانګړې کړي، ځکه د کرنې او مالدارۍ ۵۰ سلنه چارې د ښځو له خوا ترسره کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته