کابل کې د چین سفیر: یوه میاشت کې به له افغان کډوالو سره د چین د مرستو دویمه جوپه افغانستان ته را ورسېږي
کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ښاغلي خلیل الرحمن حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاوشینګ سره کتلي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه کتنه کې د چین هېواد له لوري د ١٠٠ میلیونه ينو په ارزښت د مرسته شویو توکو دویمې جوپې د انتقال او څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.
د خبرپانې د مالوماتو له مخې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د چین له مرستو په مننې غوښتنه کړې، چې د ژمي په رارسېدو سره د کډوالو اړتیاوې زیاتې شوې دي او ژر باید دغه مرستې ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د چین سفیر په دغه کتنه کې ویلي چې د یادو مرستو د دویمې جوپې تخنیکي چارې پای ته رسېدلې دي او له اداري پروسې وروسته به یې د دې میاشتې په پای کې انتقال پیل شي.
هېره دې نه وي، چې په دې کتنه کې همدارنګه دواړو لوریو د کډوالو ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه له یوبل سره په همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی دی.