کابل کې د څه باندې ۱۰ميليونه افغانيو په لګښت يوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې
کابل، د زمري ۴مه، باختر
د پوهنې وزارت د کابل ولايت په فرزې ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۰ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې پوهنې وزارت له لوري د کابل ولایت په فرزې ولسوالۍ کې د یوهمکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ۶۶۶ زره ۷۵۰ افغانیو په ارزښت د قلعه نو لومړني ښوونځي ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ښوونځي دغه ودانۍ ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د لمریزې برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو شبکه، د لاس مینځلو ځایونه او د نورو اړینو ملحقاتو جوړول پکې شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې دمګړۍ د پوهنې وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو شمېر ښونځيو ته د ودانيو جوړولو چارې روانې دي.