کابل کې د وزلوبې شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې
کابل، دلیندۍ ۱۷ مه، باختر
د هېواد د المپیک د بدني روزنې او سپورټ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ښار په یکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي.
د یاد ریاست مسوولینو ویلي چې په دغو سیالیو کې د سرپل، تخار، هرات، فاریاب، یما پټرولیم، بدخشان، بغلان، پنجشیر، بلخ ، سمنګان او کندز لوبډلو ګډون کړی، چې د هېواد چاپندازانو سربېره د تاجکستان او قزاقستان چاپندازنو هم په کې شتون لري چې لس ورځې به دوام وکړي.
لوموړۍ لوبه د سرپل او او فاریاب لوبډلو ترمنځ پیل شوه چې د ۷/۰ امتیازونو په توپیرسره د سرپل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ماتې ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ، دویمه لوبه د بدخشان او بغلان لوبډلې ترمنځ ترسره شوې چې د بدخشان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۴/۱ امتیازونو په توپیرسره ماتې ورکړه او درېیمه لوبه د یما پټرولیم او بلخ ترمنځ پیل شوه چې یما پټرولیم لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰/۰ امتیازونو په توپیرسره ماتې ورکړه.
د یادونې وړده، چې سبا به د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او زابل ولایتونو ترمنخ د نیزه وهنې سیالۍ هم پيل شي.