کابل کې د هوا د ککړتیا د کمولو او د چاپېریالي سرغړونو د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د هوا د ککړتیا د کمولو او د چاپېریالي سرغړونو د مخنیوي په موخه، د عامه پوهاوي غونډه نن د کابل ښاروالۍ له لوري ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې د همکارو ادارو مسئولینو، علماءکرامو، د ګذر وکیلانو او د سوداګرو اتحادیې استازو ګډون کړی و؛ د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، وویل چې کابل ښاروالۍ تېر کال د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه، له شاوخوا ۴۰۰ لوړپوړیزو ودانیو څخه د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او څرنګوالي څارنې کړې چې په پایله کې ډیری ښاریانو خپلې سرغړونې اصلاح کړې او د لوګي د تصفیې فلټرونه یې نصب کړي دي.
هغه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې د ښار د سمسورتیا او پاکوالۍ په برخه کې خپل انساني او دیني مسئولیت ترسره کړي او د هوا د ککړتیا د رامنځته کېدو لامل و نه ګرځي.
سجستاني، د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې د عالمانو او متنفذینو رول مهم وباله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره همکاري وکړي.
دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص، د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا د ناوړو اغېزو او زیانونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې د ژمي په رارسېدو سره نه یوازې په پلازمېنې کابل، بلکې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا زیاتېږي چې زیانونه یې نه یوازې په انسانانو پورې محدود وي؛ بلکې پر څارویو او بوټو هم ناوړه اغېز کوي.
مولوي خالص هم د هوا د ککړتیا د مخنیوي په لاره کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هڅو یادونه وکړه او پر هېوادوالو او نړیوالو چاپېریالي بنسټونو او سازمانونو یې غږ وکړ چې په دې لاره کې له دې ادارې سره خپله همکاري ډېره کړي.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، د چاپېریال په ساتنه کې د انسانانو پر مکلفیت خبرې وکړې او ویې ویل چې الله تعالی (ج) د ځمکې خلافت انسان ته ورکړی دی؛ نو انسانان باید د هر هغه څه چې په ځمکې دي؛ ساتنه وکړي او دا یو الهي امر دی.
هغه، د هوا د ککړتیا د مخنیوي په لاره کې د کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې فعالیتونه وستایل او د اړوندو ادارو او د رسنیو له مسئولینو، علماءکرامو او متنفذینو څخه یې وغوښتل چې په دې لاره کې دې خپل رول ادا کړي.
هغو بې کاره موادو ته چې په یوه چاپېریال کې ژوندیو موجوداتو ته د اختلال، نا انډولتیا او ناراحتۍ لامل کېږي؛ ککړتیا ویل کېږي او د چاپېریالي قوانینو او مقرراتو نه تطبیق، د وګړو زیاتوالی، د غیر معیاري او بې کیفیته سوند توکو کارول، د ځنګلونو او د ونو پرېکول، د شنې سیمې کمېدل، د پاکوالۍ نه مراعتول، د وسایطو زیاتوالی او ګنګونه؛ په ښارونو کې د هوا د ککړتیا عمده لاملونه بلل کېږي.