خبرونهفرهنګTOP

کابل کې (د هنر ورځ په هنداره کې) تر سرلیک لاندې د نقاشۍ او خطاطۍ نندارتون پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي ۹مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د هنرستان ریاست او ګلوبل هوپ موسسې له لوري نن په پلازمېنه کابل ښار د هنرستان ریاست په انګړ کې (د هنر ورځ په هنداره کې) تر سرلیک لاندې د نقاشۍ او خطاطي یو ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د یاد وزارت سلاکار دوکتور پوهنمل نظام الدین شایق د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د ورته نندارتونونو په لاره اچول د هېوادوالو په خوښۍ، ذهني ودې او د اصیل افغاني کلتور په ژوندي ساتلو کې مهم رول لري.
په ورته وخت کې د هنرستان رئيس مولوي محمد لعل منیب وویل چې ځوان هنرمندان دې خپله انرژي د کلتوري ارزښتونو د بډاینې په لاره کې مصرف کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د هنرستان ریاست له هنرمندانو سره د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره هر راز همکارۍ ته ژمن دی او د افغان هنرمندانو غوره اثار په ښه قیمت پېري.
په همدې حال کې د ملي نګارستان آمر مفتي رفیع الله ناصح وویل چې په تېرو کلونو کې هنر یواځې تر سندرو ویلو پوري منحصر شوي وو او یواځې سندرغاړي هنرمندان بلل کېدل، خو په وینا یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ځانګړي ډول د خطاطۍ، نقاشۍ او رسامۍ هنر ته خاصه پاملرنه شوې ده.
ناصح زیاته کړه، چې ملي نګارستان د افغانستان ټولو هنرمندانو ته د خادم په توګه د اسانیتاوو رامنځته کولو او همکارۍ ته ژمن دی او په همدې موخه یې تازه په کندز ولایت کې د نګارستان پرانیسته هم کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې (د هنر ورځ په هنداره کې) تر سرلیک لاندې په دغه یو ورځني نندارتون کې د افغان هنرمند سمیع سیرت ۶۰ آثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته