کابل کې د غلا په تور یوه ۷ کسیزه ډله ونیول شوه

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

امنیتي سرچینو د کابل ښار په ۱۵ حوزه کې د غلا په تور د یوې ۷ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

د کابل امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادې ډلې به د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د موټرو غلاوې کولې، چې د پولیسو له پرله پسې هڅو وروسته له ۷ موټرو سره یوځای په ۱۵ حوزه کې ونیول شول.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د نیول شویو موټرو له ډلې د دوو موټرو مالکان پیدا او ورته وسپارل شول، خو ۵ لا هم په ۱۵ حوزه کې شتون لري.

هېره دې نه وي، چې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د غلا په تور نيولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته