سیاستخبرونهټولنهTOP

کابل کې د شهید سردارد محمد داود خان ښارګوټی د ځانګړې محکمې له لوري دولتي تثبیت شو

کابل، د چنګاښ ۱۳مه، باختر

د عدلیې وزارت ځانګړې محکمې له لوري د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند د شهید سردار محمد داود خان ښارګوټي د دولتي تثبیت کېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادېږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه دولتي تثبیت کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې سپارلې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده شوې ځمکه بلند آبه او تپه‌ زاره ده او د دغې قضیې مدعي علیه د محکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نه‌ شول کړلای چې ثابته کړي دا ځمکه د افرادو شخصي ملکیت ده ځکه چې په وړاندې شویو ځینو سندونو کې جعل او تزویر ترسره شوی و. 

د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دې پر وړاندې سندونه، املاکي دفترونه او د ځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې دولتي توب په ډاګه کوي چې په همدې دلیل یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د هېواد په څلورو زونونو کې څلور ځانګړې محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته